د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د سعودي عربستان د سرې میاشتې مشر دوکتور جلال العویسي جده کې د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي غونډې حاشیه کې ګډه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۱:۳۸
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د سعودي عربستان د سرې میاشتې مشر دوکتور جلال العویسي جده کې د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي غونډې حاشیه کې ګډه ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د سعودي عربستان د سرې میاشتې مشر دوکتور جلال العویسي جده کې د ملي ټولنو د پینځمې مشورتي غونډې حاشیه کې ګډه ناسته ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو، اهمیت او د افغانستان پر اوسني اقتصادي بحران او ستونزو تفصیلي خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د سعودي عربستان سره میاشت دې د تېر په څېر افغانانو سره مرستې وکړي. نوموړي وویل چې افغانستان کې د شته اقتصادي ستونزو له امله اړتیا ده، چې د مرستو د دوام ترڅنګ د مرستو کچه لوړه شي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ګرځندو کلینیکونو او امبولانسونو برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه. د سعودي عربستان د سرې میاشتې رئیس ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به د ملک سلمان بنسټ له لارې مرستې روانې وساتي او هڅه به وکړي چې خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS