د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې د ډنمارک د سور صلیب له استازې سره لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۵:۱۶

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د جمادی الاولی پر ۵مه په خپل کاري دفتر کې د ډنمارک د سور صلیب له استازې کرسټین سکوف سره لیدنه وکړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د ساتنې او لازمې درملنې په موخه په کندوز، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې لیونتونونه جوړ کړي او هڅه کوو رواني ناروغانو ته د بشري خدمتونو څانګه پیاوړې کړو. نوموړي وویل، چې هڅه مو ده د افغاني سرې میاشتې په مرکزي مرستون کې د مرستې وړ مشمولینو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته لوړ کړو او وګړو ته خدمات وړاندې کړو. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل افغاني سرې میاشتې په دې وروستیو کې په کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د واکسینو ۸ نوي مرکزونه ایجاد کړي. نوموړي وویل چې تر دا مهاله یو شمېر هېوادونو افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړی، خو دغه مرستې کفایت نه کوي او اړتیا ده، چې د بشري ناورینونو د کمښت لپاره کاري شریکان او مرسته کوونکې ټولنې افغاني سرې میاشتې ته پراخې مرستې ورکړي. ناسته کې د ډنمارک د سور صلیب استازې کرسټین سکوف وویل، چې د بشري ناورینونو په راکمولو کې افغاني سره میاشت فعاله او هڅانده ټولنه ده آغلې کرسټین سکوف ژمنه وکړه، چې په بشرپالو خدمتونو کې به د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی او مرسته کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۸
Background image

بغلان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

BACK TO NEWS