د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د لوګر ولایت له والي سره وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۵۰
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د لوګر ولایت له والي سره وکتل

سې شنبه، د محرم الحرام ۵مه
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایت له والي ښاغلي شیخ الحدیث ضیاءالرحمن مدني سره د سېلاب ځپلو کورنیو د وضعیت ارزونې او لاسنیوي په موخه وکتل.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د وروستیو شدیدو سېلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنیو له ډلې د یو تن شهید له کورنۍ سره د ۵۰۰۰۰ افغانیو او یو تن ټپي له کورنۍ سره د ۳۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته د لوګر ولایت والي ته وسپارله او شهید شوي هېوادوال ته یې د الله جل جلاله له دربار څخه د مغفرت او ټپي ته د عاجل صحت غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د نړیوال فدراسیون له سکرتر جنرال سره وکتل

يکشنبه، ۲٨ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب ‌الدين دلاور او د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د نړيوال فدراسيون له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کاپیسا کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د بدراب درې د ببر خواجه کلي هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

BACK TO NEWS