د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د صفر د مياشتې پر ۱۸ مه، د افغانستان لپاره د جاپان هېواد له سفیر سره په پلازمېنه کابل کې لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۸:۳۹
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د صفر د مياشتې پر ۱۸ مه، د افغانستان لپاره د جاپان هېواد له سفیر سره په پلازمېنه کابل کې لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د صفر د مياشتې پر ۱۸ مه، د افغانستان لپاره د جاپان هېواد له سفیر ښاغلي تکاشي اوکاډا سره په پلازمېنه کابل کې لیدنه ترسره کړه. ناسته کې ښاغلي خالص د جاپان هېواد له مرستو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې مرستې به یې په شفاف ډول تر اړمنو رسوي. نوموړي زياته کړه، افغاني سره مياشت اوس مهال له اړمنو او پېښځپلو سره د خوراکي او غير خوراکو توکو مرستو سربېره له هغو کونډو او يتيمانو سره مياشتنۍ نغدي مرسته کوي، چې په تیرو څلویښتو کلونو کې د جګړو له امله بې سرپرسته شوي او د کورنۍ مسئوليت ور تر غاړې شوی. نوموړي همدا راز وويل: د شته ستونزو د هواري په موخه موږ هڅه کوو بې سرپرسته مېرمنو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړو؛ ترڅو وکولای شي په خپلو پښو اودرېږي او د ژوند لومړنۍ اړتياوې په خپله پوره کړي. ښاغلي مولوي خالص په خپلو خبرو کې زياته کړه:افغاني سره مياشت هڅه کوي؛ ترڅو هغه سوالګرې بې سرپرسته کورنۍ، چې د مجبوريت پر بنسټ سوال کولو ته اړ شوي تثبيت کړي او له هغوی سره مياشتنۍ نغدي مرسته ترسره کړي. ښاغلي خالص وويل: افغاني سره مياشت د هېواد په ځينو ولايتونو کې د رواني ناروغانو د ساتنې او پالنې مرکزونه هم لري،چې يواځې د تېر کال په ترڅ کې له يادو مرکزونو په سلهاو تنه له روغېدو وروسته خپلو کورنیو ته ګرځیدلي او خپل عادي ژوند پر مخ وړي. نوموړي زياته کړه، افغاني سرې مياشتې سره دا مهال له ۱۲۰۰۰ تنو پورته د سوري زړه په رنځ اخته ثبت ماشومان درملنې ته په انتظار دي. افغانی سره میاشت تصميم لري، چې د سوري زړه په رنځ د اخته ماشومانو د درمنلې لپاره په ټولو پرمختلليو وسايلو سمبال يو روغتون جوړ کړي؛ ترڅو وکولای شي د ورته ناروغانو درملنه په خپل وخت او وړيا توګه ترسره کړای شي. د افغاني سرې میاشتې سر پرست عمومي رئیس وويل: افغاني سره میاشت نه شي کولای پورته ذکر شويو ټولو برخو ته په يواځې ځان رسېدنه وکړي او په دې مورد يې د نړيوالو مرستې اړينې وبللې. په ناسته کې کې د جاپان سفیر د افغاني سرې مياشتې له رهبرۍ مننه وکړه، چې د جاپان هیواد له لورې شوې (۷،۷) ميليونه ډالره نغدي مرسته يې په شفافه توګه تر اړمنو رسولې ده.نوموړي وویل: موږ افغانستان کې یو با اعتماده شریک ته اړتیا درلوده، له نېکه مرغه افغاني سرې مياشتې زموږ دغه اړتیا پوره کړې او بېوزلو او اړمنو ته د مرستو په رسولو کې زموږ له مهمو شریکانو څخه ده. نوموړي له افغاني سرې میاشتې سره د خپلې دائمي همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۹:۳۳
Background image

د حرفوي زده کړو فارغو مېرمنو ته نږدې ۸۰۰ زره افغانۍ او د خياطۍ توکي ووېشل شول

یکشنبه، ۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت اړوند د ختیځ زون په مرستون کې پر ۴۰ اړمنو او بې سرپرسته مېرمنو د خياطۍ او ګلدوزۍ برخه کې د شپږ میاشتنيو حرفوي زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۷:۱۵
Background image

ارزګان کې د لومړنیو روغتیایي مرستو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

یکشنبه، ۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په ناکل سیمه کې ۴۰ تنو ښځینه او نارینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو تر سرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۷:۰
Background image

کابل؛ زرګونو اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ۴ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٣١٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS