د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ددې خیریه ملي ټولنې اړوند مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود ناروغانو د درملنې له بهیر څخه لیدنه وکړه 

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۶:۱۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ددې خیریه ملي ټولنې اړوند مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود ناروغانو د درملنې له بهیر څخه لیدنه وکړه 

نن دوشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د بنګله دېش د مرکز الاسلام بنسټ روغتیاپالانو له لوري د شونډو او تالو چاود پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیات له بهیر څخه لیدنه وکړه. 
یاده کتنه کې سرپرست عمومي رئيس د یاد بنسټ او روغتیا پالانو څخه مننه وکړه چې په ستونزمن وخت کې یې د افغاني سرې میاشتې له لارې د بېوزلو افغانانو په درملنه او لاسنیوي کې ونډه اخیستې او دغه همکاري یې د اړمنو او بېوزلو کورنیو د ناروغانو لپاره ګټوره او اغېزمنه وبلله. 
دا راز ښاغلي دلاور روغتیاپالانو ته سپارښتنه وکړه، څو د شونډو او تالو چاود په رنځ د اخته ناروغانو په درملنه او عملیاتو کې له بشپړ صداقت او اخلاص څخه کار واخلي او له ناروغانو سره د اسلامي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړي. نوموړي ناروغانو ته د الله جل جلاله له دربار څخه د کاملې او عاجلې شِفا غوښتنه هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS