د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ددې خيریه ملي ټولنې له کاري شریکانو سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۶:۲۳
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ددې خيریه ملي ټولنې له کاري شریکانو سره وکتل!
نن پنجشنبه د رمضان میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د نوموړي مرستیالانو د افغاني سرې میاشتې له يو شمېر کاري شریکانو ( نړيوال فدراسيون، قطر، ترکيې، ډنمارک او ناروې ملي ټولنو) سره له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د برابرولو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال په خپلو څرګندونو کې د کاري شریکانو د غوره همغږۍ، اغېزمنو او اوږد مهاله همکاریو څخه مننه وکړه او له افغاني سرې میاشتې سره یې د ناچاره او بې وسه وګړو د لاسنیوي برخه کې د دوی مرستې مهمې وبللې. 
دا راز نوموړي له کاري شریکانو څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو کورنیو له رارسېدو سره سم هغوی ته د پخو خوړو، د څښاک لپاره د اوبو برابرولو، خپلو سیمو ته د لېږد، سرپناه چمتو کولو او راتلونکي کې د هغوی د ځان بسياینې په موخه د ځينو مهمو پروګرامونو برابرولو غوښتنه وکړه. 
ورپسې کاري شریکانو په خپلو څرګندونو کې د ګډو فعاليتونو او خدماتو په ترسرکولو کې همغږي او همکاري اغېزمنه وګڼله او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو او ملاتړ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۷:۳۰
Background image

ايراني سرې میاشتې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٤٥ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۷ 
د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه د ایراني سرې میاشتې  ۴۵ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، په افغانستان کې د یاد هېواد د سفیر ښاغلي علیرضا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۷
Background image

نورستان؛ زلزله ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په کوردر دره کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۲۸ زیانمنو شوو کورنیو سره ۵ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

ارزګان؛ څه باندې ٩ زره اړمنو هېوادوالو ته روغتیايي اسانتياوې برابرې شوې دي

شنبه، ١٣ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٨٤٥٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS