د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي له مشر سره لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۳ - ۱۷:۲۳
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي له مشر سره لیدنه وکړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۳مه نېټه، چې له ۱۴۴۳/۵/۹ سپوږمیزې نېټې سره سمون خوري؛ پاکستان هېواد ته د خپل روان سفر په ترڅ کې په پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي او هیئة الاغاثة الاسلامي له مشر استاد سعد الحارثي سره لیدنه ترسره کړه.

په یاده لیدنه کې له افغانستان سره د رابطة العالم الاسلامي او هیئة الاغاثة الاسلامي له لوري د مرستو پر کولو خبرې او بحث وشو. په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس له استاد سعد الحارثي څخه غوښتنه وکړه، چې رابطة العالم الاسلامي او هیئة الاغاثة الاسلامي دې له افغانستان سره مرسته وکړي او یادې مرستې دې د افغاني سرې میاشتې له لوري بېوزله او اړمنو افغانانو ته ورسول شي.

پاکستان کې د رابطة العالم الاسلامي مشر استاد سعد الحارثي ژمنه وکړه، چې دوی به په نېږدې راتلونکي کې افغانستان ته خپلې مرستې پیل کړي او پیل به یې هم د ملک سلمان د خیریه مرستو له رالېږلو وکړي، چې ډېر زر به یې لومړنۍ مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شي او افغانانو ته به وویشل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۳۴
Background image

کابل؛ د شمال زون زلزله‌ ځپلو ته د ځواب وينې برخه کې د تجربو شریکولو ورکشاپ داير شو

یکشنبه، ۱۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پلان جوړونې آمریت په نوښت او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ، د شمال زون د زلزله‌ ځپلو لپاره د ځواب وينې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست، پکتیا؛ پر ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۶ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ پر ۳۵۰ او د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ پر ۱۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

ښوونیز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د دیني اوعصري زده کړو زمینه برابره شوې

یکشنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۸۷۳ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS