د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د اروپا او آسیا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له استازي سره ولیدل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۴:۵۸
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د اروپا او آسیا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له استازي سره ولیدل!

نن د سې شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۱۷مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اروپا او آسیا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له استازي انډرسن او د سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون لپاره په کابل کې د ډنمارک د سره صلیب له استازي ارباب شکر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ناستې ګډونوالو ته وویل، چې په افغاني سره میاشت کې بشرپال کاري خدمتونه ډېر زیات دي او د ډنمارک سور صلیب چې په هره سیمه کې کار او مرسته رسول غواړي د تفاهم لیک او همغږۍ له مخې هر ډول مرستې ته چمتو یو.

نوموړي وویل افغاني سره میاشت په خپلو فعالیتونو کې د نړیوال غورځنګ اوه ګونه اصولو ته ژمنه ده، بشپړه خپلواکي لري او په تېرو ۷ میاشتو کې حکومت د افغاني سرې میاشتې په چارو کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې. نوموړي وویل، چې مونږ له نړیوالو غوښتنه کړې، چې د افغاني سرې میاشتې له بشرپالو فعالیتونو په ځانګړې توګه د مرستو د وېش د لړۍ څارنه وکړي، دا غوښتنه مو په قطر کې د لس هېوادونو له سفیرانو سره په غونډه کې او همدا رنګه د ناروې په غونډه کې د نړیوال فدراسیون مسوولینو ته وړاندې کړې. نوموړي وویل، چې بېړنۍ مرستې یو ملت ژوندی ساتلی شي، خو په پښو یې نه شي درولی؛ مونږ غواړو له افغانستان سره بنسټیزې مرستې ترسره شي او له انفرادي کار څخه ډله ییز او ګډ کار ته ترجیح ورکوو.

د اروپا او اسیا لپاره د ډنمارک د سره صلیب استازي انډرسن وویل، چې دوی خوښ دي، چې له افغاني سرې میاشتې سره یوځای کار کوي او دا کار خپل مسوولیت ګڼي. نوموړي وویل، چې د افغانستان له وګړو سره مرسته زمونږ په کاري لومړیتوبونو کې ده او دا لړۍ به دوامداره ساتو. نوموړي وویل د ډنمارک د سره صلیب رهبري کوښښ کوي، چې د مرسته کوونکو پام له افغانستان سره د مرستو لپاره را جلب کړي؛ ترڅو وکولای شو د افغانانو اړتیاوې پوره کړو.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د اروپا او آسیا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له استازي سره ولیدل!

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د اروپا او آسیا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له استازي سره ولیدل!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS