د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د IHH له رییس سره وکتل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۸:۲۴
سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس IHH دیدار نمود

د شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۷ مه چې د ۱۴۴۳ کال د روژې مبارکې میاشتې له ۱۵ مې نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د IHH له رییس ښاغلي عبدالله التای سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د بدن د مصنوعي غړو او روغتیا په اړه خبرې وشوې.

همدارنګه د IHH مؤسسې رییس ژمنه وکړه، چې غواړو په لومړي قدم کې افغاني سرې میاشتې ته د ۱۵۰۰ ټُنه او ورپسې په دوهم قدم کې د ۵۰۰ ټُنه اوړو مرسته وسپارو.

همدارنګه ښاغلي عبدالله التای ژمنه وکړه، چې کابل ته یو تخنیکي ټیم لېږو ترڅو د اړمنو او بېوزله وکړو ستونزې له نیږدې وڅاري او په هواري کې یې ورسره مرسته وکړي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې او IHH مؤسسې ترمینځ یو تفاهم لیک لاسلیک شو، چې ورسره به له دې وروسته د IHH مؤ سسې کړنې او فعالیتونه له افغاني سرې میاشتې سره په پوره همغږۍ ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې IHH د ترکیې یو غیر دولتي سازمان دی، چې له ۱۹۹۲ زیږدیزکال راپدیخوا تاسیس شوی او د نړۍ په شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو کې فعالیت ترسره کوي

 

سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس IHH دیدار نمود

 

سر پرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس IHH دیدار نمود

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS