د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئولينو سره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او ورته د بشري مرستو د را جلبولو په موخه وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۵:۷
خبر

د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئولينو سره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او ورته د بشري مرستو د را جلبولو په موخه وکتل!

نن شنبه د شوال میاشتې پر ۲۸مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسئول ښاغلي احمد سلیمان او د ستراتیژیکې همغږۍ او بشري ډیپلوماسۍ له مسئولې آغلې هُما نادر سره په خپل کاري دفتر کې د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او هغوی ته د لازمو بشري مرستو راجلبولو په موخه لیدنه وکړه.
ليدنه کې دواړو لوریو افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اوسني وضعیت، بېړنيو اړتياوو او د  مرستو د همغږۍ او مديريت په اړه هر اړخيز بحث ترسره او لازم تصاميم ونيول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS