د افغاني سرې میاشتې د يو شمېر مرکزي رياستونو کارکوونکو ته له فساد او درغلیو څخه د مخنيوي ورکشاپ پيل شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۲
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې د يو شمېر مرکزي رياستونو کارکوونکو ته له فساد او درغلیو څخه د مخنيوي ورکشاپ پيل شو!

نن یکشنبه د شعبان میاشتې پر ۲۴ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د کنټرول آمریت، مالي، کارکوونکو چارو، داخلي پلټنې او لوژستیک ریاستونو اړوند ۱۳۶ کارکوونکو ته له فساد او درغلیو څخه د مخنيوي په موخه د پوهاوي ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پيل شو.
د ياد ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت  د اسلام له نظره د ياد ورکشاپ د ارزښت او د فساد او درغلیو د زیانونو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ کارکوونکي وهڅول، څو په ورځنیو فعالیتونو کې له فساد څخه مخنیوی وکړي او ورسپارل شوي مسئولیتونه په بشپړ اخلاص او صداقت ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS