د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي په لاس د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې، خواخوږۍ او دوستۍ پر بنسټ څلور نیم میلونه (۴۵۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۸:۸
د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي په لاس د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې، خواخوږۍ او دوستۍ پر بنسټ څلور نیم میلونه (۴۵۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته!

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په لاس د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې، خواخوږۍ او دوستۍ پر بنسټ څلور نیم میلونه (۴۵۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین ته د یو هیئت شتون کې وسپارل شوه. ترڅو د سفارت له لارې د ترکیې د سرې میاشتې په لاس زلزله ځپلو وګړو ته ورسېږي. د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین ته د نورې مرستې او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل. چې افغاني سره میاشت د ترکیې له ولس سره څنګ په څنګ ولاړه ده او په دې ستر غم کې د ترکیې له ولس سره برابر شریکه ده. نوموړي وویل "ترکیه د افغانستان خواخوږی او دوست هېواد دی، چې تل یې په سختیو کې افغان ولس ته د مرستې او خواخوږۍ لاس ورکړی". د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ له لوري د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین او په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مسؤل ښاغلي فرید ضیاء ته د ترکیې په زلزله کې د قربانیانو او ټپیانو تعذیت هم وویل شو. کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې یاده مرسته به تر زلزله ځپلو کورنیو په سالمه توګه ورسوي. همدا ډول د ترکیې د زلزلې په اړه د تعذیت په کتاب کې د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس له لوري تعذیت هم ولیکل شو.

 

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي په لاس د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې، خواخوږۍ او دوستۍ پر بنسټ څلور نیم میلونه (۴۵۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته!

 

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي په لاس د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره د اسلامي اُخوت، بشرپالنې، خواخوږۍ او دوستۍ پر بنسټ څلور نیم میلونه (۴۵۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۷:۶
Background image

لغمان کې ۱۹۰ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ورکړل شوې

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې له ۱۹۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره له روغتیایي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه د روغتیایي بستو مرسته وکړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۶:۵۹
Background image

له مرستې تر ځان بسیاینې؛ په هرات او لوګر کې ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات او لوګر ولایتونو کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۲:۴۵
Background image

کندهار کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې له ۵۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS