د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال ترمنځ دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۹:۲۳
د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال ترمنځ دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه!

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال بینجامن جي ویلیم ترمنځ دوحه کې د ګډو همکاریو، بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د سینګاپور له سره صلیب مننه وکړه، چې د سرې میاشتې له لارې یې له افغانانو سره مرستې کړي. نوموړي د افغاني سرې میاشتې پر روغتیایي خدماتو، بېوزلو سره پر مرستو، د رواني ناروغانو د پالنې، ساتنې او درملنې پر مرکزونو او را روانو فعالیتونو له وضاحت وروسته وویل "افغاني سرې میاشتې تېر کال د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته ۲ میلیون ډالر ځانګړي کړي وو، خو د ناروغانو د شمېر د ډېرښت له امله اوس ډېر لګښت ته اړتیا ده، خو افغاني سره میاشت د لازم لګښت او امکاناتو د کمښت له امله د ټولو ناروغانو د درملنې وس نه لري؛ اړینه ده دې برخه کې ملي ټولنې د همکارۍ لاس ورکړي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "افغاني سرې میاشتې تېر کال د رضاکارانو په لاس نېږدې ۳۰۰ زره کورنیو ته نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې رسولي". ناسته کې د سینګاپور د سره صلیب سکرتر جنرال بینجامن جي ویلیم د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو د بهیر روغتیایي او نورو خدماتو د ستاینې ترڅنګ افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې له لارې د تېر په څېر د بشري مرستو برخو کې فعالیت ته لیوالتیا وښوده او ژمنه یې وکړه، چې له سرې میاشتې سره د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او رواني نارغیو د درملنې او یو شمېر نورو برخو لپاره خپل هېواد کې د انلاین مرستو راټولولو بهیر پیل کړي". نوموړي وویل "هوډ لرو افغانستان ته یو شمېر کارکوونکي ولېږو او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او اړتیاو له لیدلو وروسته به له یو شمېر خیریه ټولنو مرسته راجلب او د افغانامو غږ تر مرسته کوونکو ورسوي".

 

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس او د سینګاپور د سره صلیب د سکرتر جنرال ترمنځ دوحه کې دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS