د افغاني سرې میاشتې د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د مرکزي روغتون د کارکوونکو د هڅونې او اصلاح غونډه دایره کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۴:۲۹
د افغاني سرې میاشتې د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د مرکزي روغتون د کارکوونکو د هڅونې او اصلاح غونډه دایره کړه!

د افغاني سرې میاشتې د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د صفرالمظفر پر ۲۸مه په کابل ښار کې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون کارکوونکو ته ښوونیزه او اصلاحي غونډه دایره کړه.په دې ناسته کې د ارشاد او دعوت ریاست رییس ښاغلي مولوي ګل رحمن مهاجر او مدرس ښاغلي شیخ الحدیث فضل الرحمن یادو کارکوونکو ته د قرآن او حدیثو په رڼا کې ارزښتناکې او ګټورې توصیې وړاندې کړې او تر څنګ یې د امیرالمؤمنین حفظة الله فرمان حاضرینو ته واوراوه او سپارښتنه یې وکړه،کوم کارکوونکي، چې د اسلامي امارت په اډانه کې کارکوي؛ سیرت او صورت دې په نبوي سنتو برابر کړي، هر کارکوونکی باید لمونځ په جمعې سره اداء کړي او ښځينه کارکوونکې دې اسلامي حجاب مراعات کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې درې څيزونه مو اصلاح کړئ، عقیده، ژبه او عمل،کله چې د یو انسان درې څېزونه له اسلامي شریعت سره سم وي؛ هېڅ کله به له ستونزو سره مخ نه شي، هغه زیاته کړه، ډاکټران دې د ناروغانو په درملنه کې پوره هڅه وکړي، شفا ورکوونکی الله دی، ډاکټران یواځې د وسایلو په کارولو مکلف دي، هیله ده ټولې چارې په پوره تقوا او ایماندارۍ سره ترسره کړئ.

 

 

 

د افغاني سرې میاشتې د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د مرکزي روغتون د کارکوونکو د هڅونې او اصلاح غونډه دایره کړه!

 

د افغاني سرې میاشتې د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د مرکزي روغتون د کارکوونکو د هڅونې او اصلاح غونډه دایره کړه!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشلې.

دا مرسته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او انساني همدردۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۷:۴۷
Background image

هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS