د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو پر بېړنيو مرستو خبرې وکړې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۲:۱۲
د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو پر بېړنيو مرستو خبرې وکړې

شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل تر منځ راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو کورنيو ته د بېړنیو بشري مرستو پر چمتو کولو او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.
ناسته کې ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د راستنو شوو کډوالو او زیانمنو شوو کورنیو د بېړنیو اړتیاو او ستونزو په هکله معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو او سرپناه سربېره پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي دلاور څرګنده کړه، چې یادو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، ژمنۍ البسې او سرپناه برابرول د افغاني سرې میاشتې لومړیتوب دی، خو دا اداره په يوازې ځان د ټولو راستنو شوو کورنیو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه نه شي کولی او دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو بشري مرستې مهمې دي.
په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر په خپلو خبرو کې وويل: زموږ اداره د راستنو شوو کډوالو او زلزله ځپلو کورنیو ملاتړ او لاسنیوي ته ژمنه ده او له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ به راستنو شوو او زیانمنو کورنیو ته د هغوی له اړتیاوو سره سم مرستې چمتو کړي. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د یادو کورنیو ستونزې به د نورو مرستندویه بنسټونو له مسؤولینو سره شریکې کړي؛ څو د زیانمنو شوو کورنیو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS