د افغاني سرې مياشتې مشرتابه د زونونو او ولايتي مسؤولینو سره مشورتي ناسته وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۲۷
د افغاني سرې مياشتې مشرتابه د زونونو او ولايتي مسؤولینو سره مشورتي ناسته وکړه

چهارشنبه، ۱۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د زونونو او ولایتي نماینده ګیو له مسؤولینو سره د بشري خدمتونو د لا پیاوړتیا، اغېزمنتیا او همغږۍ په موخه، مرکزي دفتر کې مشورتي ناسته وکړه.
ناسته کې عمومي رئیس ګډونوالو ته وویل: د افغاني سرې میاشتې اساسي هدف د هېوادوالو خدمت دی، په ځانګړي ډول د هغو خلکو چې له ستونزو سره مخ وي، نوموړي د زونونو او ولایتي نماینده ګیو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه، څو د افغاني سرې میاشتې د ملکیتونو د پانګونې په ورکړه، د را روانې ځانګړې اونۍ په ورځو کې د ټيکټونو د پلورلو په کمپاین او د بشري مرستو د وړاندې کولو پر مهال شفافیت، عدالت او ناپلوۍ ته بشپړه پاملرنه وکړي.
ښاغلي دلاور له یادو مسؤولینو وغوښتل څو له موجوده امکاناتو په استفادې د بې‌ وزلو وګړو، بې سرپرسته مېرمنو او زیانمنو لاسنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دغه راز د زونونو او نماینده ګیو مسؤولینو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او په اړوندو ولایتونو کې یې د شته ستونزو، اړتیاوو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
په پای کې عمومي رئیس د زونونو او نماینده ګیو د مسؤولینو د هڅو ستاینه وکړه او د شته ستونزو د ژر حل ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS