د افغاني سرې مياشتې له لوري ۱۵۰ تنو  هغو زده کوونکو سره چې په حرفوي زده کړو بوخت دي، نغدي مرسته تر سره شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
خبرونه

د افغاني سرې مياشتې له لوري ۱۵۰ تنو  هغو زده کوونکو سره چې په حرفوي زده کړو بوخت دي، نغدي مرسته تر سره شوه
 
د افغاني سرې میاشتې له لوري د صندوق القطر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ٢٩ مه، د کابل ولایت په مرکزي مرستون کې د هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو پر ۱۵۰ تنو زده کوونکو، چې د افغان کوریا انسټیټیوټ کې په مختلفو برخو کې په حرفوي زده کړو بوخت دي؛ په ټولیزه توګه اته سوه اویا زره (۸۷۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هر یوه زده کوونکي ته ۵،۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې یاده نغدي مرسته هره میاشت په نوموړو زده کوونکو وېشل کېږي.
 
تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱۰
Background image

افغاني سرې میاشتې پکتیا کې ۳۰۰۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو ته ۴۵ میلیونه افغانۍ مرسته ورکړه

يکشنبه، ٢۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتيا ولايت اړوند د ډنډِ پټان او ځاځي اريوب ولسواليو پر ٣٠٠٠ داخلي بې ځايه شوو کورنيو ۴۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
ياده مرسته د افغاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

کاپیسا کې د غر ښوېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته ۴۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۲۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په شوخیو سیمه کې د غرښویېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه.
په مرسته کې یادې کورنۍ ته، چې د پېښې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۴:۳۵
Background image

ننګرهار؛ پر ۳۵۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۵۲.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په اچین او غني خېلو ولسوالیو کې پر ۳۵۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۵۲ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.
دغه مرسته چې د. . .

BACK TO NEWS