د افغاني سرې مياشتې له لوري د نړيوال فيدريشن په مالي ملاتړ د ختيځ سيمه ايز زون په مرستون کې پر ۲۰ بې سرپرسته کونډو د چرګانو د روزنې د ځای برابرولو په موخه ۴۶۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وويشل شوه!
نن يکشنبه، د ربيع الثاني په ۲۱ مه، د افغاني سرې مياشتې له لوري د نړيوال فيدريشن په مالي ملاتړ د ختيځ سيمه ايز زون په مرستون کې پر ۲۰ بې سرپرسته کونډو د چرګانو د روزنې د ځای برابرولو په موخه ۴۶۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وويشل شوه،چې هرې بې سرپرسته کونډې ته ۲۳۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. د يادونې وړ ده چې د افغاني سرې مياشتې له لوري د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د محرم الحرم په مياشت کې په ختيځ زون کې ۳۰۰۰ زره بې سرپرسته کورنيو ته ۲۵,۵۰۰,۰۰۰ نغدي مرسته ويشل شوې وه.


