د افغاني سرې مياشتې او چين د سره صليب ترمنځ د همغږۍ پر پياوړتيا خبرې وشوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
خبرونه

د افغاني سرې مياشتې او چين د سره صليب ترمنځ د همغږۍ پر پياوړتيا خبرې وشوې

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیز الرحمن چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن شنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر  ۲۸ مه، په سوژو ښار کې د یاد هېواد د سره صلیب له مرستیال سره وکتل. 

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او مرستیال د چین هېواد د سره صلیب له مرستیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا، د بشري مرستو پر اغېزمنتیا او په بېړنیو حالاتو کې د ګټورو تجربو پر شریکولو بحث او خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې د چین د سره صلیب مرستیال ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکوي او ددې خيريه ملي ټولنې سره به خپلې بشري مرستې لا زياتې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS