د اروپايي ټولنې بشري مرستو څانګې د افغاني سرې میاشتې له لارې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي ژمنه وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۲۰
د اروپايي ټولنې بشري مرستو څانګې د افغاني سرې میاشتې له لارې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي ژمنه وکړه

دوشنبه، ۸  ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې بشري مرستو څانګې له مشر ښاغلي فرانسوا ګومانس او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست ښاغلي جُی سینګال او نوې مرستیالې آغلې هُما نادر سره تېر ماښام ناوخته په خپل کاري دفتر کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او بشري کړاوونو دکمولو په موخه ناسته وکړه. 
کتنه کې ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې له لوري د بشرپالو فعاليتونو، وړاندې کېدونکو خدمتونو او رضاکارانو د رول په اړه معلوماتو شریکولو سربېره زیاته کړه، چې راستنېدونکي کډوال له ګڼو جدي بشري ستونزو سره مخ دي او ډېری یې د ژوند له اساسي اړتیاوو بې‌ برخې دي، موږ له کاري شریکانو، نړیوالو خیریه بنسټونو او په ځانګړي ډول له ایکو هیله لرو چې له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د بشري کړاوونو د کمولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي. 
 د افغانستان لپاره د ایکو مشر د افغاني سرې میاشتې له لوري اړمنو وګړو، راستنېدونکو کډوالو، پېښځپلو او بې‌ سرپرسته مېرمنو ته د وړاندې کېدونکو هر اړخيزو خدمتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې وښود، چې په افغانستان کې د ملي ټولنو له نړیوال فدراسیون سره په همغږۍ به د افغاني سرې میاشتې له لارې د یو کال په اوږدو کې راستنېدونکو کډوالو ته د اړتیا وړ بشري مرستې او خدمتونه وړاندې کړي.
دغه راز نوموړي وویل: موږ ژمن یو چې د افغان وګړو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړو، بشري مرستې مو لومړیتوب دی او هڅه کوو چې د راستنېدنکو کډوالو وضعیت ته په کتو اغېزمنې او ګټورې مرستې برابرې کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS