دوحه کې د افغانستان د سفارت له لومړي سکرتر او سرپرست سفیر سره د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۷:۴۹
دوحه کې د افغانستان د سفارت له لومړي سکرتر او سرپرست سفیر سره د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص دوحه کې د افغانستان د سفارت له لومړي سکرتر ډاکتر محمد نعیم وردګ سره چې دا مهال سرپرست سفیر دی؛لیدنه وکړه.

په دغه ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس له ښاغلي ډاکتر محمد نعیم وردګ مننه وکړه، چې په سفارتی امورو کې د افغانانو خدمت کوي او د افغانانو په خدمت کې هلې ځلې کوي. په ناسته کې په یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو مشورې او خبرې هم وشوې.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس له ښاغلي ډاکتر محمد نعیم وردګ مننه وکړه، چې د بشرپالو خدمتونو په موخه یې دوی ته له نړیوالو سره د لیدنو زمینه برابره کړې او مرسته کوونکي یې له افغانانو سره مرستو ته هڅولي. په ناسته کې په یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS