خوست ولايت کې ٣٨١٤٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۱:۱
خبرونه

خوست ولايت کې ٣٨١٤٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٥٧٢٥ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٣٤٢ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٤٣٦٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ١١٦٧١ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٦٣٩ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٣١٦٥ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ١٢٣٣ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۳:۳۹
Background image

فارياب ولايت کې نږدې پنځه زره هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ٢٧ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د فارياب ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٢٦٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

خوست؛ له ۸۰ اړمنو کورنیو سره میاشتنۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ صَفَر ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې له لوري په خوست ولایت کې له ۸۰ بېرونيو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره د اقتصادي لاسنیوي او له سوال څخه د راګرځېدو په پار درې سوه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۸:۵۸
Background image

د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې، روغتیا ریاست اړوند کابل کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د دواطلبۍ ناسته وشوه.
ناسته کې. . .

BACK TO NEWS