خوست؛ تېرو ٣٠ ورځو کې د زرګونو بېوزلو هېوادوالو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
پنجشنبه، ١٨ ربيع الأول ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٥١٥٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١٢٣١١ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
