جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۴۵ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۲۰:۲۹
جمعیت هلال احمر افغانی برای ۳۴۵ خانواده نیازمند در ولایت جوزجان مواد غذایی مساعدت نمود!

د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن شنبه د روان ۱۴۰۰ کال د مرغومي پر ۳مه نېټه ۳۴۵ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو بوره، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کیلو شین چای، ۴ کیلو مالګه او ۲ پاکټ BP۵ بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه او په شمال زون کې د افغاني سرې میاشتې د رییس شیخ یار محمد په شتون کې وویشل شوه.

تېره ورځ هم د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ویشل شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS