تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۹:۵۵
خبرونه

تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

 نن شنبه د شوال د میاشتې پر ۲۱مه، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې  پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو  ۱۵۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې پکې ورېژې، غوښه، الوګان، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو  ۸ ورځو کې هم پر ۱۲،۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS