تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!
نن پنجشنبه د شوال د میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ۱۵۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې پکې ورېژې، غوښه، الوګان، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۶ ورځو کې هم پر ۹۰۰۰ تنو راستانه شویو کډوالو پاخه خواړه وېشل شوي دي.