تخار کې ۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ووېشل شوه!
دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري پر ۱۵ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې ۵۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته د افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت نماینده ګۍ له لوري ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکيې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته، ۲۵ کیلو ترمیده اوړه، ۴ کیلو نسک، ۲ کیلو لوبیا، ۴ کیلو وریژې، ۳ کیلو دال او ۳ کیلو بوره شامله وه.
