تخار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۵۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۵۰ بې ځایه شویو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه، ۲ ترپالونه، ۷ کمپلې، ۱۳ عدده د پخلنځي لوښي، ۱ ډبی BP۵ بسکوټ او یوه بکسه روغتیایي توکي شامل وو.
ټاکل شوې په څو ورځو کې به د تخار ولایت په فرخار، خواجه غار، اشکمش ولسوالیو او مرکز کې هم د افغاني سرې میاشتې له لوري یاده مرسته وویشل شي.


