بلخ!
افغاني سرې مياشتې د بلخ ولايت مرکز د مزار شريف په مرستون کې د لمرېزې برېښنا د هغه سيسټم لپاره چې څه موده وړاندې يې فعاله کړې وه د بېک اپ سيسټم افتتاح وکړه، چې د ياد سيسټم پر مټ به له دې وروسته د لمرېزې برېښنا قوت دوه برابره شي.افغاني سره مياشت په ياد مرستون کې د سلګونو اړمنو او بې وسو وګړو تر څنګ د بې سرپرسته هغو کونډو کفالت هم کوي چې د امرار معيشت کوم مدرک نه لري.

