بلخ کې پر ۲۱ سېلاب ځپلو کورنیو غیر خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۶
B

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په ګډون په ازرې او شولګرې ولسوالیو کې پر ۲۱ سېلاب ځپلو کورنیو بېلابېل غیر خوراکي توکي ووېشل.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲ ترپالونه، ۵ کمپلې، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ، ۲ د اوبو بوشکې، ۱ څراغ، د نارینه او ښځینه وو څادرونه او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شول.

دغه مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه چمتو شوې وه.

افغاني سره میاشت د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو ملاتړ او لاسنیوي ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS