بلخ کې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغاني سرې میاشتې مرستون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۱۰
بلخ

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

بلخ ولایت کې د ‎افغاني سرې میاشتې د مرستون ودانۍ، چې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بیا رغول شوې وه، نن په رسمي مراسمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس شیخ الحدیث سید احمد بهره مند، د شمال زون رئیس ملا محمد حنیف خالد، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون استازو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

د مرستونونو رئیس وویل: دا مرکز به د بې سرپرسته مېرمنو او ماشومانو د ملاتړ او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې په برخه کې مهم رول ولوبوي او هڅه به وشي چې مشمولینو ته پکې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له همکاریو هم مننه وکړه، چې د مرستون له مشمولینو سره یې د حرفوي زده کړو په برخه کې مرسته کړې ده.

د شمال زون رئیس وویل، د دې ودانۍ د بیارغونې ټول لګښت ۱۳۰ زره امریکایي ډالره دی. نوموړي زیاته کړه، چې دا مرستون به د بې سرپرسته مېرمنو، ماشومانو او رواني ناروغانو لپاره یو خوندي او معیاري چاپېریال برابر کړي.

دغه مرستون په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې په سیمه کې ګڼې اړمنې کورنۍ ورته خدمتونو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS