بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۲۶
خبرونه

بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

نن دوشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د بلخ  ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له ۶۵۰ اړمنو او پېښځپلو کورنیو سره، د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز او د بلخ ولایت د نمایندګۍ د رئیس ښاغلي قاري محمد یونس معصومي په شتون کې په ټولیزه توګه نولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۹،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ وسپارل شوې.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د بلخ ولایت د نمایندګۍ رئیس په خپلو خبرو کې د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نغدو پيسو د وېش په تړاو د تفصیلي وینا په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د یادو تثبیت شوو اړمنو او پېښځپلو د ثبت او پېژندنې په برخه کې بشپړ شفافیت په پام کې نیول شوی.
نوموړي د ژمي د موسم په را رسېدو دا ډول نغدي مرستې اغېزمنې وګڼلې او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې بشرپالې ملي ټولنې په توګه د ټول هېواد په کچه د اړمنو، بې سرپرسته او پېښځپلو د لاسنيوي په پار دوامداره هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې نغدي مرستې وېش به په نږدې ورځو کې په فاریاب، بغلان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۱:۵۱
Background image

له ايران راستانه شوي زرګونه کډوال؛ اسلام قلعه کې پاخه خواړه او روغتيايي مرستې ترلاسه کوي

جمعه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په لارښوونه د هرات ولايت اسلام قلعه بندر کې د ځانګړي پلاوي، ځايي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې له ايران څخه راستانه شوو زرګونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۲۲:۲۸
Background image

هرات اسلام قلعه؛ له ايران څخه ۶ زره راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتيايي خدمتونه وړاندې شول

پنجشنبه، ٢٩ ذوالحجه ۱۴۴۶

د افغاني سرې مياشتې د رهبرۍ د هدايت پر اساس د مرکز، لويديځ زون او هرات نماينده ګۍ څخه يو ګډ پلاوى د ٢٠ تنو رضاکارانو په ملتيا د هرات ولايت اسلام قلعه بندر ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۵:۲۲
Background image

بغلان کې پر سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په پل حصار اندراب ولسوالۍ کې پر ۱۱۱ سېلاب ځپلو کورنیو ۳ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته. . .

BACK TO NEWS