بغلان کې پر سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په پل حصار اندراب ولسوالۍ کې پر ۱۱۱ سېلاب ځپلو کورنیو ۳ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته درې کمپلې، ۲ کیلو وچې شیدې او ۵ قطی بیسکوټ ورکړل شول.