بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ اړمنو کورنیو (۱۹،۵۰۰،۰۰۰) نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۳۲
خبرونه

بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ اړمنو کورنیو (۱۹،۵۰۰،۰۰۰) نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن چهارشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د بلخ  ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې پر ۶۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو، د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز، د بلخ ولایت د نمایندګۍ د رئیس ښاغلي قاري محمد یونس معصومي او په بلخ ولایت کې د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې سیمه ییز مسئول ښاغلي عطاء محمد شهزاده په شتون کې په ټولیزه توګه نولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۹،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS