بلخ؛ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د عایداتي سرچینو د برابرولو لپاره مرستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۶
L

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په البرز ولسوالۍ کې پر ۶۵ زلزله‌ ځپلو کورنیو د عایداتي سرچینو د برابرولو او ځان بسياينې په موخه مرستې وشوې.

دغه مرستې، چې د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ برابرې شوې وې، له مخې یې ۶۳ کورنیو ته، هرې کورنۍ ته دوه ـ دوه مېږې او دوو نورو کورنیو ته د خیاطۍ بشپړ وسایل ورکړل شول، څو د کار او عاید زمینه ورته برابره شي.

د مرستو موخه دا وه څو زلزله‌ ځپلې کورنۍ د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د عاید سرچینې پیدا کړي، پر خپلو پښو ودرېږي او پر مرستو یې تکيه کمه شي.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه د بېړنیو بشري مرستو ترڅنګ د عاید پیدا کولو پروګرامونه هم پلي کوي، څو کورنۍ وکولای شي خپل ژوند بېرته عادي حالت ته راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS