بغلان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته و وېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ - ۱۰:۴۸
جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت بغلان برای ۳۰۰ فامیل مساعدت توزیع نمود!

د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په مرکز کې هغو اړمنو او بېوزلو ۳۰۰ کورنیو ته، چې سروې یې پخوا ترسره شوې وه درې بستې توکي، چې په دوه بستو خوراکي توکو کې ۲۵ کیلو اوړه، ۲ کیلو لوبیا، ۱ کیلو مالګه، ۵ کیلو وریژې، ۱ قوطی روب، ۱ کیلو دال، ۲ کیلو بوره او په غیر خوراکي توکو کې ۲ تختې کمپلې، ۱ پطلون، ۲ بنیان او ۱ دانه یخن قاق شامل و  د شمال شرق زون د رییس ښاغلی محمدشفیع هجرت، د بغلان استازولۍ رییس ښاغلی ډاکټر جان محمد،  رسنیو او یوشمېر رضاکارانو او کارکوونکو په شتونکې  و وېشل شول.د مرستو د وېش لړۍ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د شمال شرق زون د رییس ښاغلي محمد شفیع هجرت په وینا او د خپرونو د مدیر له لوري د نشراتو په اړه د پوهاوي له معلوماتو ورکولو وروسته  پیل شوه .

 

جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت بغلان برای ۳۰۰ فامیل مساعدت توزیع نمود!

 

جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت بغلان برای ۳۰۰ فامیل مساعدت توزیع نمود!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۲:۴۵
Background image

کندهار کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې له ۵۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۱۶
Background image

بدخشان؛ څه باندې ۵۵۰۰ ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٩٣٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۸:۴۸
Background image

لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د. . .

BACK TO NEWS