بدخشان

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۱/۹/۴ - ۴:۱۳
بدخشان

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت په داریم ولسوالۍ کې ۴۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو ته د ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې ټولټال ۴۰ ټنه اوړه، نېږدې ۱۰ ټنه وریژې، ۴۰۰۰ لیتره غوړي، ۳۲۰۰ کیلو لوبیا، ۲ ټنه بوره، ۸۰۰ کیلو مالګه، ۴۰۰ کیلو چای او ۴۰۰ پاکټه بسکوټ شامل وو، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای او یو پاکټ بسکوټ وویشل شول. افغاني سرې میاشتې په روانه میاشت کې پر یاده مرسته سربېره په شهر بزرګ او شغنان ولسوالیو کې هم ۸۰۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشلې.

 

بدخشان

 

بدخشان

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار؛ ۳۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته ۴۳ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۵ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د اچین او غني‌ خېلو ولسوالیو ۳۵۰۰ جګړه‌ ځپلو کورنیو ته ۴۳ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۲۷
Background image

پکتیکا؛ ۱۷ ډاکټرانو ته د روغتیايي معلوماتو مدیریت روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱۵ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو د روغتیايي مرکزونو ۱۷ ډاکټرانو ته د روغتیايي معلوماتو مدیریت درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې د افغاني سرې میاشتې په پکتیکا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۲۱
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند په ګذر میدان کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په. . .

BACK TO NEWS