بدخشان ولايت کې ٥١٧٣ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۳۱
خبرونه

بدخشان ولايت کې ٥١٧٣ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د بدخشان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢١١٠ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٨٤ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٨٨٢ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٥١٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٨٤ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٣٠ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٢٦٨ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۱۱ - ۱۳:۸
Background image

د اوبو څاه د ښویېدو پېښه؛ کاپیسا کې له زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۱۴ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د محمد عمرخېلو کلي له یوې کورنۍ سره، چې د اوبو څاه د ښویېدو پېښې له امله زیانمنه شوې وه، یوه اندازه نغدي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د افغاني سرې مياشتې مرستيال د بغلان نمايندګۍ فعاليتونه وارزول او پر ښه مديريت يې ټينګار وکړ

جمعه، ۱۴ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، شمال زون ته د خپل سفر په لړ کې د بغلان ولايت له نمايندګۍ څخه ليدنه وکړه.

د ليدنې پر مهال، نوموړي د بغلان د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۱۱ - ۶:۴۴
Background image

کندز؛ د افغاني سرې مياشتې مرستيال: د رواني ناروغانو درملنه او د بې ‌سرپرستو ملاتړ زموږ لومړيتوب دی

پنجشنبه، ۱۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن د خپل سفر په دوام، د شمال ختيځ زون رياست، د کندز ولايتي څانګې، د مرستون له نوي تعمير او د رواني ناروغانو. . .

BACK TO NEWS