بدخشان؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو بېوزلو هېوادوالو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوې دي
دوشنبه، ١ ربيع الأول ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٥٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١٨٢٦ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
