بامیان!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۲۵
بامیان!

د افغاني سرې میاشتې له لوري، نن د ربیع الثاني پر ۹مه، د بامیانو ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د زراعتي کمیټو غړو ته د غنمو تخنیکي کرنې دوه ورځنې روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد. په یاد ورکشاپ کې ګډونوالو ته د غنمو ډولونه، د کرلو وختونه، د حاصل خیزه ځمکو ځانګړتیاوې،د کیمياوي سرې استعمال او نباتي امراضو سره د مبارزې باره کې بشپړ معلومات ورکړل شول. افغاني سرې میاشتې یادې ولسوالۍ کې تېره میاشت ۳۰۰ بزګرانو سره او د تېرې جمعې په ورځ ۳۰۰ بزګرانو سره د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې اخیستلو په موخه دنړيوال فدراسيون په مالي ملاتړ ټولټال ۵۴۰۰.۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته ترسره کړې وه، چې په یاده مرسته کې هر بزګر ته ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې وې.

k

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS