بادغیس کې ۲۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو مرسته پیل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۹:۱۸
بادغیس کې ۲۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو مرسته پیل شوه

د بادغیس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش لړۍ پرون د دوشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۸مه پیل شوه. له یادې مرستې څخه به ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته په مرکز قلعه نو او پاتې ۹۰۰ کورنیو ته په مقر ولسوالۍ کې مرسته وویشل شي.

په یاده مرسته کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۵ لیتره وریژې، ۳ کیلو دال نخود، ۵ کیلو لوبیا او ۳ کیلو بوره شتون لري.

افغاني سرې میاشتې د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۳مه هم د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په غول چرخ کلي کې له ۱۸۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې وه.

بادغیس کې ۲۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو مرسته پیل شوه

 

بادغیس کې ۲۵۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو مرسته پیل شوه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS