بادغیس؛ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۱۳
Bd

دوشنبه، ۲۴ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز اړوند په باغک کلي کې د سېلابونو د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پروژې په ترڅ کې د ۱۵۵ متره په اوږدوالي، ۲.۵ متره پلنوالي او ۱.۹ متره په لوړوالي د اوبو کانال جوړ شو، چې چارې یې په ۲۰ کاري ورځو کې بشپړې شوې.

د کانال د جوړولو پر مهال ۱۲۰ مسلکي او غیر مسلکي کاریګر په کار وګومارل شول او د کار په بدل کې یې ورځنى مزد ترلاسه کړ.

دا پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلې شوې ده او موخه یې د باغک کلي د کرنیزو ځمکو او استوګنیزو سیمو د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه ساتنه او د خلکو د شتمنیو خوندي کول دي.

د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون رئیس، ډاکټر عبدالبصیر رحماني، د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دې ډول عام‌ المنفعه پروژو پلي کول د طبیعي پېښو له امله خلکو ته د اوښتونکو زیانونو په کمولو او د هغوی د ځمکو او شتمنیو په ساتنه کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۵
Background image

افغاني سرې میاشتې او یوناما د تېرو دوو لسیزو د ناخوالو له امله د زیانمنو کورنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ

پنجشنبه، ۱۰ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او مرستیال يې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو برخې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۵:۳۰
Background image

پنجشېر؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۹ جمادی الأولى ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پنجشېر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۵۳۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۵
Background image

هرات؛ ۸۹ راستنو شویو مېرمنو ته د ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو اړوند وسایل ووېشل شول

سې شنبه، ۸ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار د بېلابېلو ناحیو او د انجیل او ګذره ولسوالیو ۸۹ راستنو شویو مېرمنو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۸ میلیونه افغانیو. . .

BACK TO NEWS