بادغيس؛ کاريګرو ته د کاري فرصتونو په موخه د ۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د کانال جوړولو پروژه پيل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۰
بادغيس؛ کاريګرو ته د کاري فرصتونو په موخه د ۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د کانال جوړولو پروژه پيل شوه

یکشنبه، ۱۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز اړوند په باغک کلي کې د نهه میلیونه (۹،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت د ۴۲۰ مترو په اوږدوالي د یو کانال د جوړولو پروژه پیل شوه، چې په کې به لسګونو کاريګرو ته د کار زمينه برابره شي.
د یادې پروژې د پلي کېدو موخه د سېلابونو له زيانونو د خلکو د استوګنځايونو او ځمکو د تخريب مخنیوی کول دي.
 د یاد کانال د جوړولو چارې به په دوه میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

زابل؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ۲۳ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۶۲۴ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS