بادغيس!
روغتيا ته لومړيتوب!
نن شنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الثاني په ۲۱مه، د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایې ټیم غړي د بادغيس ولایت مقر ولسوالۍ کې، بیوزله هیوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي. د يادونې وړ ده چې ياد ټيم هره ورځ له ۸:۳۰ تر ۳:۳۰ بجو پورې په لسګونو هېوادوالو ته په وړيا ډول روغتیایې چوپړتیاوې وړاندې کوي.
