امنیتي منسوبینو ته د افغاني سرې میاشتې د پېژندنې په اړه د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۵۷
امنیتي منسوبینو ته د افغاني سرې میاشتې د پېژندنې په اړه د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د حقوقي چارو او بشري دېپلوماسۍ ریاست په نوښت د کورنیو چارو وزارت اړوند د کابل ملي پولیسو روزنیز مرکز قومندانۍ د بېلابېلو برخو مسئولینو او منسوبینو ته د یاد مرکز قومندانۍ کې د "افغاني سرې میاشتې او غورځنګ د اجزاوو د پېژندنې" تر عنوان لاندې دوه ورځنی د پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد.
 ورکشاپ کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې، کاري مسئولیتونو، غورځنګ د پېژندنې،  اووګونو بنسټیزو اصولو د ماهیت، د سرې میاشتې  نښان د کارونې او ددې خیریه، ناپلوې، ناپېیلې او ملي ټولنې د بشرپاله فعالیتونو او خدمتونو په اړه تفصیلي او هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
ورکشاپ د امنیتي او نظامي برخو منسوبینو لپاره په دې موخه جوړ شوی وه، څو د افغاني سرې میاشتې د رسالت، کاري مسئولیتونو او د بشرپاله فعالیتونو په اړه بشپړ او واضح پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS