افغاني سرې میاشتې پکتیا، خوست، لغمان او کاپیسا ته ۴۰۰۰ بستې خوراکي توکو مرسته ولېږله!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۴۰۰۰ بستې خوراکي توکي پکتیا، خوست، لغمان او کاپیسا ولایتونو ته ولېږل شول.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص یادو ولایتونو ته د یادو توکو د لېږد پر مهال وویل، چې " خوښ یم نن یوځل بیا د المان د سولې کلي موسسې له لوري ۴۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکومرسته شوي مواد چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴،۵ کیلو وريجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۵ کیلو بوره او ۱ کيلو شين چای شامل دی چې ټولتال ارزښت یې (۵۲۲۷۵۱۵۶)افغانۍ کېږي ۴ ولایتونو ته د وېش په موخه لېږو، زه کوښښ کوم، چې د مرستو د لېږد لړۍ ته پراختیا ورکړم.
د یادولو وړ ده، چې په دې لېږل شوې مرسته کې هر ولایت ته ۱۰۰۰ بستې خوراکي توکو مرسته د وېش په موخه واستول شول.
.


