افغاني سرې میاشتې بلخ ولایت کې د خوارځواکۍ او فارمسۍ د سلاکارانو د ګمارلو په موخه آزموینه واخیسته!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۰:۵۸
از سوی هلال احمرافغانی امتحان مشاور سوی تغذی وفارمسی در ولایت بلخ اخذ گردید!

د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الاول پر ۱۷مه نېټه افغاني سرې میاشتې بلخ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې اړوند سرآسیاب کلینیک کې د خوارځواکۍ او فارمسۍ د سلاکارانو د ګمارلو په موخه له هغو کانديو وګړو ، چې له وړاندې یې خپلې سیویانې او اسناد د افغاني سرې میاشتې بلخ نمایندګۍ ته سپارلي وو؛ د مرکزي دفتر او بلخ نمایندګۍ د مؤظف پلاوي په مرسته په یوه مناسبه او خلاصه فضا کې په شفاف ډول آزموینه واخستل شوه.د آزموینې مؤظف پلاوي ګډونکوونکو سره تر آزموینې وړاندې ژمنه وکړه، چې د آزموینې بهیر شفاف دی او پایلې به یې له قومي، سمتي او نژادي تبعیض پرته اعلان او حق به حقدار ته وسپارل شي.

 

از سوی هلال احمرافغانی امتحان مشاور سوی تغذی وفارمسی در ولایت بلخ اخذ گردید!

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

افغاني سرې مياشتې په کونړ کې پر ۴،۱۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۶۱.۵ میلیونه افغانۍ ووېشلې

سې شنبه، ۲۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې پر ۴،۱۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۶۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې له مخې یې هرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

بادغيس کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

سې شنبه، ٢٨ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

افغاني سرې میاشتې د یوه معیوب شخص سره مرسته وکړه

دوشنبه، ۲۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ولایت له یوه بېوزله معیوب شخص سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرسته وکړه.
یاد شخص څه موده. . .

BACK TO NEWS