افغاني سرې میاشتې او د کویټ د خیریه بنسټونو ترمنځ د ۱ میلیون ډالرو د مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۹:۵
میان هلال احمر افغانی و نهاد های خیریه کویت تفاهمنامه همکاری به ارزش یک میلیون دالر به امضاء رسید!

د شوال پر ۲۸مه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او دکویټ دخیریه بنسټونو دکمیټې د مشر جمال عبدالخالق ترمنځ د ۱میلیون امریکایي ډالرو دمرستې تړون لاسلیک شو.

ددغه هوکړه لیک پر بنسټ به د کویت خیریه بنسټونه د ۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د خوراکي موادو مرسته کوي، چې په ۵ ولایتونو کې به شاوخوا ۹ زره کورنیو ته ووېشل شي. ددې هوکړه لیک له مخې به لدې وروسته د کویټ د خلکو او د ولسونو مرستې د افغانستان ولس ته په منظمه بڼه رسېږي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې افغانان له ګڼو بندیزونو سره مخ دي او په سخت اقتصادي حالت کې قرار لري، وخت یې دی چې لاسنیوی یې وشي. د نوموړي په وینا منظمې مرستې کولای شي د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

 

میان هلال احمر افغانی و نهاد های خیریه کویت تفاهمنامه همکاری به ارزش یک میلیون دالر به امضاء رسید!

 

میان هلال احمر افغانی و نهاد های خیریه کویت تفاهمنامه همکاری به ارزش یک میلیون دالر به امضاء رسید!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د نړیوال فدراسیون له سکرتر جنرال سره وکتل

يکشنبه، ۲٨ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب ‌الدين دلاور او د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د نړيوال فدراسيون له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کاپیسا کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د بدراب درې د ببر خواجه کلي هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

BACK TO NEWS