افغاني سرې میاشتې او د نړیوال فدراسیون مسٸولینو ترمنځ په مالي مسايلو کې د شته ستونزو حل او لا ښه والي په موخه ناسته وشوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۱۱
خبر

افغاني سرې میاشتې او د نړیوال فدراسیون مسٸولینو ترمنځ په مالي مسايلو کې د شته ستونزو حل او لا ښه والي په موخه ناسته وشوه!

نن دوشنبه د شوال میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسٸول ښاغلي احمد سلیمان، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د فدراسيون د آسيايي برخې مسٸولې آغلې هیلن او د نړیوال فدراسیون د ستراتیژیکې همغږۍ او بشري دېپلوماسۍ مسئولې آغلې هُما نادر په شتون کې د دواړو لوریو ترمنځ په ځينو مالي موضوعاتو کې د شته ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه. 
ناسته کې د دواړو اړخونو ترمنځ مالي برخه کې د شته ستونزو د ارزونې، حل لارو موندلو او مالي بهیر د لا ښه والي په پار د عملي ګامونو پورته کولو په اړه د بحث ترڅنګ د یادو ستونزو د هواري په موخه اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې هم وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS