افغاني سرې مياشتې سره د ترکیې د دیانت بنسټ له لوري د اړمنو او بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د ۲ زره خوراکي بستو مرسته كېږي!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۵:۲۱
خبرونه

افغاني سرې مياشتې سره د ترکیې د دیانت بنسټ له لوري د اړمنو او بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د ۲ زره خوراکي بستو مرسته كېږي!

نن سه شنبه د شعبان میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې  د افغانستان لپاره د ترکیې د ديني چارو بنسټ (ديانت)  له سلاکار ښاغلي دکتور امراح کاند میر سره  د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې د اړمنو او بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د ۲ زره خوراکي بستو د چمتو کولو په اړه د همغږۍ ناسته وکړه.
 ناسته کې سرپرست عمومی رئيس ښاغلي دلاور له افغاني سرې میاشتې د یاد بنسټ له همېشنۍ همکارۍ څخه مننه وکړه او د روژې مبارکه میاشت کې یې د اړمنو او بې وزله کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي برخه کې د دوی له لوري ۲ زره خوراکي بستې برابرول مهم ګام وباله.
ورپسې د دیانت بنسټ سلاکار په خپلو څرګندونو کې له افغاني سرې میاشتې سره د مرستو د پراختیا او زیاتوالي برخه کې د همکاریو د دوام ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په اختر کې به ۲۰۰ یتیمانو ته جامې هم برابروي. 
د یادونې وړ ده، چې د مرسته شویو ۲ زره خوراکي بستو له جملې ۱۵۰۰ به په کابل او پاتې ۵۰۰ بستې به په هرات ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ووېشل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

ډنمارک سور صلیب د کونړ زلزله ځپلو سره ۳ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي

سې شنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ډنمارک سره صلیب د رواني ناروغانو برخې له مسئولې آغلې نیوس سره د کونړ ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۷:۱۶
Background image

عمومي رئیس په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د همغږۍ ناسته وکړه

سې شنبه، ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست ښاغلي جُی سینګال او مرستیالې آغلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۴۶
Background image

د کونړ زلزله ځپلو سره د افغانستان نړیوال بانک ۳ قلمه مرسته افغاني سرې میاشتې ته ورکړل شوه

سې شنبه، ۱۶ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستو په دوام؛ تازه د افغانستان نړیوال بانک له لوري د غیر خوراکي توکو ۳ قلمه مرسته، چې ۶۰. . .

BACK TO NEWS